د سعودي عربستان کورنيو چارو وزارت په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې دری ايرانيان يې د مخدره توکو د قاچاق په تړاو اعدام کړي دي. په خبرپانه کې چې پرون خپره شوې د دغو دريو کسانو نومونه نبي بخش جوس، محمد اکرم بلوچ او اميد بوليده بلل شوي دي. په يادو شويو کسانو تور و، چې تر اندازې زيات مخدره توکي يې د اوبو له لارې عربستان ته لېږدول او د دغه هېواد محکمې په اعدام محکوم کړل. د سعودي عربستان د کورنيو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې دغه کسان د جنوب په دمام ښار کې اعدام شوي دي.