ولسمشر غني: جرمي اقتصاد د نا امنۍ عمده لامل دی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65386
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-11-08

ولسمشر اشرف غني وايي ترهګر ښه او بد نه لري او د دې شومې پدیدې پر وړاندې هر اړخیزه مبارزه باید دوام وکړي. نوموړي د امریکا د کانګړېس له یو شمېرو غړو سره په تنه کې ویلي ترهګري لنډ مهاله تهدید نه دی، ځکه د ترهګریزو فعالیتونو بڼه بدلون مومي او په دې برخه کې اوږدمهاله مبارزې ته اړتیا ده. ولسمشر زیاته کړې په افغانستان او سیمه کې د ناامني له دلایلو یو هم جرمي اقتصاد دی، چې د ترهګرۍ د تمویل سرچینه ده. په کتنه کې د امریکا د کانګرس استازو ویلي له افغانستان سره په همکاریو او ژمنتیا ویاړي او له ترهګرۍ سره د مبارزې او اقتصادي همکاریو په لاره کې د افغانستان د خلکو تر څنګ ولاړ دي.