د داعش وسله والو د ۳ ښځو په ګډون ۷ تنه چې له غزني یې تښتولي وو په زابل کې وژلي دي. د رویټرز خبري اژانس د زابل د امنیه قوماندانۍ د امنیت د امر غلام جیلاني فراهي له قوله ویلي پولیسو د هغو ۷ تنو قربانیانو مړي موندلي چې د تېرې اوونۍ د شنبې په ورځ د غزني ولایت د ګیلان ولسوالۍ له رساني کلي تښتول شوي وو. فراهي ویلي:«دا کسان د داعش وسله والو په بې رحمۍ وژلي او مړي یې د شاه جوۍ ولسوالۍ روغتون ته راوړل شوي دي.» د فراهي په وینا وژل شوي کسان په خټه هزاره دي او پولیسو د پېښې په اړه پلټنې پیل کړې دي. له عکسونو داسي ښکاري چې د ټولو وژل شویو کسانو غاړې پرې شوي دي.