په کندهار کي جهادي مشرانو د يوې اعتراضيه غونډي پر مهال پر دولت ږغ وکړ ، چي د جنوبي ولايتونو جهادي مشرانو ته پاملرنه وکړي او په دولت کي ونډه ورکړي .
د شخړو په هواري کي د ولس مشر سلاکار وزير حاجي اغالالي دستګيري ، د ولايتي شورا رييس سيدجان خاکريزوال د ولايتي شورا غړو او جهادي قوماندانانو مجاهدين د وطن او خاوري څخه د اصلي دفاع ډله وبلل او زياته يي کړه چي اوس هم چا ته د خاوري ، دين او هيواد څخه د ناوړه استفادي اجازه نه ورکوي .
ويناوالو ګيله وکړه چي دولت يي لوري ته توجه نه کوي او نه هم د جنوبي حوزي له مجاهدينو څخه ګټه پورته کوي ، د غونډي برخوالو د دولت څخه پوره ملاتړ اعلان کړ او زياته يي کړه چي د وطن او خاوري د دښمنانو په وړاندي هره شيبه د امنتي ځواکونو سره دريدلای سي .
يناوالو د امنتي ځواکونو فعاليتونه وستايل او د کندهار د امنيت په اړه يي د ځايي ملکي او نظامي چارواکو څخه هم خوښي وښودل ، هغوی ټينګار وکړ چي که دولت وغواړي دوی هر راز مرسته ورسره کولای سي او د دولت زيات مخالفين د سولې بهير ته هم هڅولای سي .
په کندهار کي دا مهال د مجاهدينو په نوم زر کسيزه شورا هم شتون لري چي له لاري يي د پخوانيو جهادي شخصيتونو د حقونو او فعاليتونو څخه څار او پلټنه کيږي .