د اوبو د تنظيم شورا ۹۰ فيصده غيرقانوني واټرپمپونه له منځه وړي دي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65390
لودين
دخبریدو نیټه : 2015-11-09

د اوبو د تنظيم شورا نن سهار له کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي او مرستيال والي عبدالعلي شمسي سره د کتني پر مهال وويل چي ۹۰ فيصده غيرقانوني واټرپمپونه يې له منځه وړي، تر څو ټولو ولسواليو ته په مساويانه ډوله اوبه توزېع سي. د اوبو د تنظيم د شورا مشر انجنېر شېرمحمد عطايي وويل چي د یادو واټرپمپونو په له منځه وړلو سره يې د اوبو د توزېع مسئله تر ډېره هواره کړې ده او اوس ټولو ولسواليو ته په مساويانه ډول اوبه توزېع کيږي. هغه وايي اوسمهال اوبه ولسواليو ته د شورا په موافقه توزېع کيږي. نوموړي زياته کړه چي دغه شورا تر دې مهاله دوې غونډي کړي او وخت پر وخت تماس سره نيسي. د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي د يادي شورا په جوړېدو خوښي وښوده او ويې ويل چي کندهار يو له زراعتي ولاياتو څخه دی چي د اوبو د تنظيم چاره پکي خورا مهمه ده. نوموړي په عادلانه شکل د اوبو پر توزېع ټينګار وکړ او ويې ويل چي فوډ زون پروګرام په پنجوايي ولسوالۍ کي د ۹ ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت پرمختيايي پروژې پلي کوي چي زياته برخه يې د زراعت ودي ته ځانګړې سوې ده. هغه زياته کړه چي په دې کي به ۱۵سوه باغدارانو ته روزنيز ورکشاپونه هم جوړ سي. د کندهار والي وايي په نژدې راتلونکي کي به په ډنډ، دامان او ارغنداب ولسواليو کي يوه بهرنۍ مرستندويه اداره د شنو خونو او د چرګانو د فارمونو د جوړېدو په برخه کي په کار پيل وکړي. د يادوني وړ ده چي د اوبو د تنظيم شورا د اوو ولسواليو پر سر له هري يوې څخه پنځه پنځه تنه غړي لري چي درې تنه يې قومي مشران او دوه ميرآبان دي.