د اسیا پراختیايي بانک له افغانستان، ترکمنستان، ازبکستان او ایران څخه غوښتي چې د خپلې برخې اوسپنې پټلۍ کرښې بشپړې کړي.
د اوسپنې پټلۍ دغه پروژه افغانستان، ترکمنستان، ازبکستان او ایران د ریلي شبکې په مرسته سره نښلوي.
د افغانستان په خاوره کې دغه شبکه له سرحدي ښارګوټي حیرتان څخه پیل تر مزار شریف ښار پورې رسېږي او بیا له هغه ځایه هرات ته غځېږي چې افغانستان د تورغونډۍ له لارې له ایران سره نښلوي.
په افغانستان کې د دې شبکې همدا برخه چې ایران له افغانستان سره نښلوي، کارونه یې نمیګړې پاتې دي.
د حیرتان-مرازشریف د اوسپنې پټلۍ رغنیزې چارې پخوا بشپړې شوې او عملاً د افغانستان او ازبکستان ترمنځ لېږد را لېږد ترسره کېږي.
ټاکل شوې وه چې له ایران سره د غورغونډۍ د نښلوونکې کرښې کار دوه کاله مخکې پای ته رسېدلی وای، خو د مالي ستونزو له امله یې کارونه ځنډېدلي دي.
دا پروژه د اسیا پراختیايي بانک تمویلوي.
د دې بانک مشر د پروژې له شریکو هېوادونو غوښتي چې د دې شبکې پاتې رغنیز کارونه ژر بشپړ کړي.
جان میرینډا ویلي چې افغانستان، ازبکستان، ترکمنستان او ایران باید په ګډه دا کرښه بشپړه کړي.
د دې شبکې په بشپړېدو سره به د افغانستان او منځنۍ اسیا هېوادونو او د افغانستان له لارې د منځنۍ اسیا او سویلي هېوادونو ترمنځ په سوداګریزه راکړه ورکړه چې پراختیا رامنځته شي.
افغانستان د وچې له لارې د منځنۍ او سویلي اسیا ترمنځ تر ټولو لنډه او اقتصادي لار بلل شوې ده.
د افغانستان له لارې د یادو دوو حوزو اتصال د اوسپنې پټلۍ پراخو شبکو او د معیارونو لویو لارو جوړولو ته اړتیا لري.