د ترکيې رسنۍ وايي د دې هېواد امنيتي ځواکونو د يو لړ عملياتو په ترڅ کې ۳۸ کسان چې غوښتل يې له "اسلامي دولت" ډلې سره يو ځای شي نيولي دي. ويل کېږي په دغو نيول شويو کسانو کې دوه افغانان دي. راپورونه ښيي په دغو کسانو کې ۱۵ ماشومان او ۱۰ ښځې شاملې دي. امنيتي ځواکونه وايي نيول شوي کسان ادانا ښار ته تللي وو او غوښتل يې په ډليز ډول له اسلامي دولت نومې ډلې سره په سوريه کې يو ځای شي. تر دې وړاندې هم د ترکيې پوليسو ۲۰ تنه له اسلامي دولت ډلې سره په تړاو په انتاليا او حومه ښارونو کې نيولي وو. راپورونه وايي په دغو نويو عملياتو کې دوه ترکان چې غوښتل يې سوريې ته ولاړ شي هم نيول شوي دي.