د افغانستان د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر تیره ورځ له خپل هندي سيال اجېت دوال سره په نوي ډيلي كې كتلي او په ځينو مهمو امنيتي او سيمه ييزو مسايلو يې خبرې سره كړې دي.د ملي امنيت شورا دفتر وايي، په دې لېدنه کې د دواړو هېوادونو پر اړيکو، اقتصادي او امنيتي همکاريو او د ترهګرۍ په وړاندې د ګډې مبارزې په اړه خبرې وشوې. سرچينه وايي، د دواړو هېوادونو د اړيکو پراختيا، اقتصادي او امنيتي همکارۍ او د ترهگرۍ په ضد ګډه مبارزه د دې سفر د اجنډا مهم ټکي وو.