کندهار والي د خپلي دندي دوهم سل ورځنی پلان وړاندي کړ .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65396
لودين
دخبریدو نیټه : 2015-11-10

کندهار والي وايي ، چي د خپل لمړني سل ورځني پلان زياتي برخي يي عملي کړي خو د يو شمير ستونزو له امله ځيني برخي نيمګري پاته دي . هغه د دې ولايت دپاره کمه بوديحه ، په تدراکاتي برخو کي د مرکز ځنډ ، په ناامنه ولسواليو کي کمزورې حکومتداري او يو شمير نور خنډونه د ځان په وړاندي ننګوني بولي . د کندهار والي نن رسنيو ته خپل دوهم سل ورځنی پلان هم وړاندي کړ . د ښې حکومتداری درلودل، په ښار او ولسواليو کي د انکشافي خدمتونو ډېر والی، د امنتي وضيعت ساتل او لا ښه والی او د دولت سره د خلګو دوامداره همکاري هغه څلور مهم ټکي دي، چي دا ځل دکندهار ولايتي ادارې په دوهم سل ورځني پلان کي شامل کړي دي. د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي وايي ، چي د خپل دوهم سل ورځني پلان دپاره د مرکز او خلکو همکاري زياته اړينه ده او بايد په دې برخه کي هر څوک خپل مسووليت تر سره کړي . نوموړی وايي ، چي د ټولو دولتي ادارو له لوري پلانونه چمتو سوي دي او په وار سره به يي خلکو ته وړاندي کړي . والي ډاکټر همايون عزيزي د فساد په مخنيوي کي د کندهار ولس بې جرئته وباله او ټينګار يې وکړ، چي په دې برخه کي بايد د مدني نظارت برخه قوي سي. کندهار والي په دوهم سل ورځني پلان کي د هغو اتو لويو پروژو يادونه هم وکړل، چي پکښي د ښوونځيو، کلينکونو، پلونو، پلچکونو، د اوبو رسولو سيسټم، بندونو او د اجتماعي مرکزونو جوړېدل شامل دي چي د ۴ سوه ميلونو ډالرو په لګښت به په ښار او ولسواليو کي تر سره سي .