شمېرې ښيي چې په کندوز کې د وروستیو نا امنیو له امله د شېرخان بندر له لارې ټرانزیټ ۹۳ سلنه کم شوی دی.
د کندوز چارواکي وايي دغلته په ټوله کې سوداګرۍ او پانګونې له هغه څه څو ځله ډېر زیان لیدلی چې په اړه یې ویل کېږي.
د کندوز سرپرست والي حمدالله دانشي بي بي سي پښتو ته ویلي، چې په کندوز کې د جګړې او نا امنیو له امله اقتصادي زیان تر هغه څو چنده ډېر دی، چې په اړه یې فکر کېږي.
دانشي وايي تېر کال له شېرخان بندره د تېرېدونکو موټرو شمېر ۳۲۰۰ ته رسېده، خو سږ کال دغه کچه ۲۰۰ موټرو ته راټیټه شوې ده.
په دې حساب سږ کال له دغه بندره په ټرانزیټ کې ۹۳،۵ سلنه کمښت لیدل کېږي.
دغه راز د شېرخان بندر د ګمرک ریاست رسمي شمېرې ښيي چې تېر کال ددغه بندر عواید څه باندې اووه سوه میلیون افغانۍ وو، خو سږ کال ټول عواید ۵۰۰ میلیونه افغانۍ ښودل شوي دي.
په کندوز کې د جګړو له پیل سره سم د تاجکستان حکومت د شېر خان بندر پوله له دې امله وتړه چې جنګیالي د تاجکستان خاورې ته وا نه وړي.
په کندوز کې نا امنیو نه یوازې واردات ټکني کړي دي، بلکې له افغانستانه یې د توکو په صادرولو کې هم خنډونه زېږولي دي.
د شېر خان بندر د ګمرک رییس شهاب الدین باوري بي بي سي ته ویلي:«څه ډول چې خلک فکر کوي، د کندوز اقتصاد تر دې ډېر زیان لیدلی، په جګړه کې د کندوز خلک ډېر زیانمن شول، دولتي ادارې بیخې له منځه لاړې، پانګه ووتله، هغوی چې دلته یې پانګونه کوله ژر دې ته جوړ نه دي چې بېرته خپلې چارې پیل کړي او دا د کندوز اقتصاد ته یو لوی ټکان دی.»
د هغه د معلوماتو له مخې، تېر کال د دغه بندر عواید څه باندې اووه سوه میلیونه افغانیو ته رسېدلي وو، خو سږ کال یې شاوخوا پنځه سوه میلیون افغانۍ عواید لرل.
خو باوري زیاتوي چې د امنیت او ټیکاو په صورت کې هیلې شته چې منځنۍ اسیا او آن اروپا ته به له دې لارې ټرانزیټ پراخ شي او افغان اقتصاد په ښه توګه وده وکړي.
کندوز چې تر ډېره یې افغانان د غلو دانو او کرنې یوه مړه سیمه ګڼي، د سوداګرۍ او ټرانزیټ برخه یې د پام وړه ده.
تر جګړې وروسته اوس وخت غواړي چې سوداګر دې بېرته په شمال ختیځه سیمه کې د خپل کاروبار د دوام لپاره ډاډمن شي.
دا حالت نو یوازې د سوداګرو پر زیان دی، بلکې سیمه به هم له اقتصادي اړخه خواره کړي او کړاو به یې د دې سیمې وګړي ګالي.
ولسمشر محمد اشرف غني د ملي یووالي حکومت د واک په لومړیو شپو کې ویلي وو، کندوز او د شمال هغه سیمې به چې له منځنۍ آسیا سره جوختې پرتې دي، د سیمې پر ټرانزیټي څلور لارې اړوي.
خو اوس چارواکي وایي حالت یې له یوه مخه پر شا روان دي.
شېر خان بندر د افغانستان په شمال کې د افغانستان او تاجکستان ترمنځ پر ګډه پوله پروت دی.
د شېر خان بندر او تاجکستان ترمنځ د امو سیند بهېږي چې د «پنج پل» په وسیله سره نښلول شوي دي.
شېر خان بندر تر حیرتان وروسته د افغانستان په شمال کې لوی ټرانزیټي بندر دی چې له دې لارې د افغانستان او منځنۍ اسیا هېوادونو ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه ترسره کېږي.