بې پولې ډاکټرانو د امریکا هغه وړاندیز چې تاوان یا غرامت به ور کړي رد کړ

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65398
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-11-10

د بې پولې ډاکترانو ټولنې په کندوز کې د خپل روغتون د بېرته جوړولو او د وژل شویو کسانو خپلوانو ته د تاوان یا غرامت ورکولو وړاندیز رد کړ. د امریکا دفاع وزارت ویلي و چې په کندوز کې به د بې پولې ډاکترانو روغتون بېرته په خپل اصلي ډول ورغوي او په دې پېښه کې د ۳۰ تنو وژل شویو او ټپیانو کورنیو ته به تاوان ورکړي. خو د بې پولې ډاکترانو ټولنه (MSF) وايي چې دا د دوی پالیسي نه ده چې په افغانستان او د نړۍ په نورو هیوادونو کې د خپلو کارونو لپاره د حکومتونو پیسې ومني. د بې پولې ډاکترانو ټولنې په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي زموږ پالیسي موږ ته اجازه راکوي چې په خپلواک ډول د چا له ملاتړ یا پلویتوب پرته هر هغه چا ته طبي مرسته ورکړو چې اړتیا ورته لري. تېره اوونۍ د دې ټولنې عمومي ريیس کریستوفر ستوکس وویل چې تراوسه پوري د پېښې په اړه ټول خپاره شوي معلومات د دوی لپاره د پوهېدو وړ نه دي او نه پوهېږي چې پینتاګون پر څه اساس وايي چې بمباري تېروتنه وه.