د یوې سویډنۍ ورځپاڼې د راپور له مخې د روان نوومبر په لومړیو ۸ ورځو کې ۵۰۱۰ تنه افغانانو په سویډن کې پناه غوښتې ده، دا په داسي حال کې ده چې په همدې موده کې ۳۲۵۸ سوري کډوالو د پناه غوښتنه کړې ده. د راپور پر اساس د سږکال په جنورۍ میاشت کې ټولټال ۳۵۰ افغانانو په سویډن کې پناه غوښتې وه. ورځپاڼه وايي چې سویډن ته د ورتلونکو افغانانو تر نیمايي زیات ماشومان یا تر قانوني عمر کشران دي چې سرپرست نه لري.