ځنیو رسنیو د روسي سرچینو له قوله ویلي مسکو چمتو دی چې دری مي ۳۵ ډوله چورلکې افغان پوځ ته ورکړي. دغه راز ویل کېږي چې روسیه به افغانستان ته ۱۰ زره کلاشینکوفونه هم ورکړي. د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي چې افغان ولسمشر اشرف غني له خپل روسي ساري سره په کتنه کې د پوځي وسایلو د مرستې غوښتنه کړې وه.