د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا سرپرستې ځانګړې استازې لارل ماوریل د پاکستان د لومړي وزیر د بهرنیو اړیکو له ځانګړي مرستیال طارق فاطمي سره د افغانستان او پاکستان پر اړیکو او د تروریزم پر ضد د جګړې په اړه خبرې وکړې. پاکستاني رسنۍ وايي طارق فاطمي د سوله ییز ګاونډیتوب او په سیمه کې د نه لاسوهنې په اړه د پاکستان د صدراعظم د پالیسۍ یادونه وکړه او له افغانستان سره د رغنده او باوري اړیکو د جوړولو لپاره یې د پاکستان پر نیت ټینګار وکړ. ده همداراز وویل چې په افغانستان کې سوله د ټولې سیمې د سولې او ثبات لپاره حیاتي ده. د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا سرپرستې ځانګرې استازې کفیلې د افغانستان له سولې او ثبات سره د پاکستان د مرستندوی رول ستاینه وکړه. د پاکستاني رسنیو پر اساس کفیلې د تروریزم پر ضد د پاکستان د قربانیو یادونه وکړه او هغه یې سترې وبللې.