د ولسي جرګې ځيني غړي ادعا کوي چې د هوشمند ښارګوټي بنسټ ډبرې اېښودو په مراسمو کې د خليل الله فيروزې د ګډون لپاره اووه ميليونه ډالره رشوت ورکړل شوى او دغه کار د ولسمشر د حقوقي سلاکار او هغه ته د نږدې کسانو له لوري ترسره شوى دى. د ولسي جرګې غړی الله ګل مجاهد وايي د ترلاسه شوو اسنادو پر بنسټ د ښارجوړونې وزير ګرم نه دى او دغه وزارت د ولسمشر د حقوقي سلاکار د فرمان له مخې، دغه ښارګوټي ته جواز ورکړى دى. نوموړي زياته کړې خليل الله فيروزي په دې سيمه کې يوازې ١٢ جريبه ځمکه لري چې هغه هم کابلبانک ته د ضمانت په ډول ورکړل شوې وه چې وروسته يې د ځينو کسانو په همکارۍ ٥٠ جريبه دولتي ځمکه هم په کې ورګډه کړې ده او قواله يې ورته جوړه کړې. د ولسي جرګې دغه غړي ادعا وکړه، کوم اسناد او شواهد چې د شکايتونو اورېدو کمېسيون لاس ته ورغلي دي دا ښيي چې خليل الله فيروزي د ولسمشر حقوقي سلاکار او د ولسمشر شاوخوا نورو کسانو ته د اوو ميليونو ډالرو په بدل کې د ياد ښارګوټې د بنسټ ډبرې په اېښودوو کې د ګډون لپاره له زندانه را ايستل شوى و.