ترافيکي پيښي يوولسو تنو ته مرګ ژوبله واړول .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65411

دخبریدو نیټه : 2015-11-12

د کندهار په ميوند ولسوالۍ کي د افغان خاص ځواکونو او ملکي وګړو د موټرونو د ټکر له امله شپږ تنه ووژل سول او پنځه نور ټپيان سول . ترافيکي پيښه پرون ماښام ناوخته د کندهار ـ هرات پر لويه لاره د دې ولسوالۍ د توري پوستې په سيمه کي هغه وخت رامنځ ته سوه چي د افغان خاص ځواکونو او د ملکي وګړو سراچه موټرونه مخ په مخ سره وجنګيدل . د کندهار د والي وياند صميم خپلواک وايي چي په دې پيښه کي پنځه ملکي وګړي او يو افغان سرتيری وژل سوي او څلور ملکي وګړي او يو افغان سرتيری ټپيان سوي دي . بلخوا تيره ورځ ناوخته د پنجوايي ولسوالۍ د سپيروان په کلي کي پر ماشومانو د پخوا نه پاتي ماين چاودنه کړې ده چي پر مهال دوه ماشومان چي خور او ورور دي ټپيان سوي دي .