کندهار : د قومي او سيمه ايزو تعصباتو پر ضد غونډه وسوه .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65412

دخبریدو نیټه : 2015-11-12

په کندهار کي د يوې غونډي پرمهال په زابل کي د ۷ تنو هزاره ګانو وژل کېدل يوه قصدي دسيسه وبلل سوه. غونډه دکندهار په ولايتي شورا کي د ۷ تنو هزاره ګانو د وژلو، د غندلو په موخه جوړې سوې وه. د کندهار د ولايتي شورا غړو او قومي مخورو په خپلو ويناوو کي زياته کړه ، د هغو ډلو په وړاندي به دريږي، چي د افغانانو په منځ کي سمتي او قومي ستونزي جوړوي. ويناوالو وويل، چي د پرون لاريون بايد د مخالفينو په وړاندي سوی وای او په دې قضيه کي حکومت هيڅ داخل ندی.