د چارو د ادارې مسوولین وايي لاريونکوونکوارګ ته څېرمه، د چارو ادارې ته شاوخوا دوه ميليونه افغانۍ زيان اړولى دى.
پر دې دفتر د يرغل پرمهال ، زيات شمېر دروازې، اوسپنيزي کټارې، د دفترونو ، دهلېزونو او جومات ښېښي، ايرکنديشنونه او کمپيوټرونه مات شوي او يو شمېر نور کمپيوټرونه وړل شوي دي.
ویل کیږي چې د ايکسرې یوه دستګاه چې د چارو ادارې مسوولينو په وينا، بيه يې زرګونو ډالرو ته رسېده او د تلاشي خونې په يوه برخه کې اېښودل شوې وه ، په بشپړ ډول ويجاړه شوې ده .
د ښځو په ګډون زرګونه تنو پرون سهار چې د اوو سرپرې شوو کسانو تابوتونه يې له ځان سره لېږدول د پل سرخ سيمې له مزاري واټ څخه يې لاريون پيل کړ، د ارګ په وړاندې راغونډ شول او د سرپرېکولو عاملانو ته يې د سزا د ورکولو غوښتنه کوله.
د چارو ادارې د انسجام مرستيال نعمت الله (تاثير) وايي چې لاريون د هېواد هر وګړي حق دى او که لاريون په تاوتريخوالي بدل شي، له ګټې به يې زيان زيات وي.
هغه زياته کړه، چې لاريون کوونکو د چارو پر ادارې د هجوم پرمهال دې ادارې ته شاوخوا دوه ميليونه افغانۍ زيان اړولى دى.
د چارو ادارې انسجام مرستيال وايي، چې قهرجنو لاريون کوونکو، کانونو وزارت ، د جيوديزي او کارتوګرافي ادارې ته چې د چارو ادارې تر څنګ موقعيت لري، هم زيانونه اړولي دي.