په فرانسې کې پولیس وایي چې پرون د جمعې په ورځ ناوخته لږ تر لږه 140 کسان د پاریس د ښار په شاوخوا کې په ډزو او د بم په چاودنو کې وژل شویدي. پولیس وایی وسله والو کسانو ګڼ شمیر کسان په یوه هال کې چې امریکایي سندرغاړو پکې کانسرت درلود، یرغمل کړي و. وسله والو یوازې سل تنه په همدې کانسرت کې وژلي دي. په کانسرت کې کې زر تنو ګډون درلود . زیاتو کسانو وروسته له هغه چې د کلاشینکوف ډزې یې واوریدې، د هال نه وتښتیدل د فرانسي جمهور رئیس فرانسوا هولاند د پاریس په ښار کې د څو چاودنو او د ډزو د څو پیښو نه وروسته په ټول هیواد کې بیړنی حالت اعلان کړ او سرحدونه یې وتړل. پدې تیرو څو لسیزو کې پدغه هیواد کې دا شان خونړي بریدونه نه و شوي. تر اوسه هیڅ کومې ډلې ندي ویلي چې دا بریدونه یې کړیدي.