نړیوال بانک له افغانستان سره ۲۵۰ میلیون ډالره مرسته کوي تر څو په شمال کې سړکونه پرې جوړ شي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65418
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-11-13

نړیوال بانک د افغانستان په شمال کې د سړکونو د جوړېدو لپاره افغانستان ته ۲۵۰ ملیون ډالره مرسته ورکوي. د مالیې وزارت سرچینې وايي، ټاکل شوې ده چې د نړیوال بانک چارواکي نن په کابل کې د مالیې له وزیر سره یوه موافقه لاسلیک کړي. د مالیې وزارت د رسنیو د چارو په وینا د اکلیل حکیمي او د نړیوال بانک ترمنځ په لاسلیکېدونکي موافقه کې به نړیوال بانک له افغانستان سره د ۲۵۰ ملیون ډالرو ژمنه وکړي څو د هیواد په شمال کې سړکونه پرې جوړ شي. په تېرو ۱۴ کلونو کې په افغانستان کې په زرګونو کیلومتره سړکونه جوړ شوي خو لا هم د افغانستان حلقوي سړک د بادغیس ولایت په برخه کې نیمګړی پاتې دی. چارواکي ناامني د دغه سړک د نه بشپړېدو علت بولي.