د جنوب لوېدیځو ولایتونو چارواکي او ولسي استازي وايي چې ایران د داعش د مخنیوي او ځپلو لپاره د افغان طالبانو ملاتړ کوي. دوی وايي چې طالبانو د ایران په مالي، تسلیحاتي مرستو او د کسانو په رالېږلو په فراه او زابل ولایتونو کې د داعش غړي ځپلي دي. په ولسي جرګه کې د فراه د خلکو یوه استازي سمیع الله صمیم وویل چې ایران له څه مودې راهیسي وسله والو طالبانو ته وسلې او پیسې ورکوي چې د داعش پر ضد جګړه وکړي. ایران تر دې پخوا په لوېدیځو ولایتونو کې د طالبانو ملاتړ د دې لپاره کاوه چې د افغانستان په خاوره کې د بندونو د جوړېدو مخه پرې ونیسي. د فراه امنیه قوماندان مل پاسوال فضل محمد صمدیار هم تایید کړه چې ایران په دغه ولایت کې د وسله والو طالبانو ملاتړ کوي. صمدیار وايي چې د ایران مرستې له کلونو راهیسي دوام لري.