ملي امنیت وایي د کوز کونړ لپاره یې د طالبانو نومول شوی ولسوال نیولی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65423
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-11-14

د ملي امنیت عمومي ریاست وايي چې د طالبانو له خوا د کونړ ولایت د کوز کونړ نومول شوی ولسوال او درې کسان یې په ننګرهار کې نیول شوي دي. دې ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا کسان په ننګرهار کې په تخریبي فعالیتونو او د ماین په اېښودنې بوخت وو چې د امنیتي چارواکو له خوا نیول شوي دي. د خبرپاڼې له مخې د نیول شویو کسانو د اقرار له مخې د وسلو او مهماتو یو پټنځای هم ترلاسه شوی دی.