مرکزي اژانس: احمدضیا مسعود او عبدالعلي محمدي له خلیل الله فیروزي ۴،۳ میلیونه ډالره رشوت اخیستی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65425
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-11-14

رپوټونه وايي چې د اصلاحاتو په برخه کې د ولسمشر ځانګړي استازي احمد ضیا مسعود او د ولسمشر حقوقي سلاکار عبدالعلي محمدي د کابل بانک پورړوي او پخواني مشر خلیل الله فیروزي ته د هوشمند ښارګوټي د جوړولو د قرارداد د ورکړې په بدل کې رشوت تر لاسه کړی و. د مرکزي په نوم د یوه خبري اژانس د راپور له مخې مسعود او محمدي د دې معاملې په بدل کې ۴،۳ میلیونه ډالره رشوت اخیستی دی. اژانس په ولسي جرګه کې د موثقو سرچینو له قوله ویلي د دغه تړون په بدل کې احمد ضیا مسعود ته ۲،۵ میلیونه ډالره او عبدالعلي محمدي ته ۱،۸ میلیونه ډالره رشوت ورکړل شوی دي. اژانس ته د ولسي جرګې دې سرچینې ویلي چې د رشوت په اړه دا خبره د ښار جوړونې وزیر سید سعادت نادري د خصوصي خبرو پر مهال د ولسي جرګې یوه غړي ته کړې ده. څو ورځې وړاندې د ښار جوړونې وزارت له خلیل الله فیروزي او نبي زاده وردګ شرکت سره یو تړون لاسلیک کړ چې له مخې یې د فیروزي پر ځمکه د هوشمند په نوم ښارګوټی جوړېده، خو تر ډېرو نیوکه وروسته ولسمشر دغه تړون لغوه کړ. ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، ولسمشر غني د کابلبانک د جګپوړي پخواني مسوول او مجرم خلیل الله فيروزي د خوشي کولو دوسیه په خپله څاري او په لومړي اقدام کې یې له نوموړي سره د ښار جوړونې وزارت تړون لغوه کړی دی. په ورته وخت کې لویه څارنوالي وایي چې خلیل الله فيروزي دوی د دری ګونو محکمو د حکم پر اساس د بندي په توګه پېژني. داسې رپوټونه هم شته چې خلیل فروزي په دې وروستیو کې له بانک نه ۱۰۰ میلیونه ډالر ایستلي او یو شمېر کسانو ته یې د ښارګوټې جوړونې د پروژې په بدل کې پیسې ورکړې دي. یوه ورځ وړاندې داسې خبرونه خپاره شول چې ولسمشر خپل حقوقي سلاکار له دنده ګوښه کړی، خو ولسمشرۍ ماڼۍ د ولسمشر د حقوقي سلاکار د ګوښه کولو په تړاو ګنګوسي ردوي او وایي، نوموړی له دندې نه دی ګوښه شوی. هڅه مو وکړه چې په دې اړه د احمدضیا مسعود او عبدالعلي محمدي نظر هم واخلو، خو له پرله پسې هڅو سره سره بریالي نه شوو.