لاریون د مدني حرکتونو له ډلې هغه دی چې د يوې ټولنې وګړي یې د خپلو ستونزو د هواري په خاطر په سولېيز ډول ترسره کوي، او تړلې ادارې تر یو ډول فشار لاندې د دغه ستونزې هواري ته اړ باسي.
تېره ورځ په زابل کې د نامعلومو وسلوالو له خوا اووه تنه مسافر چې څو اونۍ وړاندې برمته شوي و و وژل شول، د هېواد په پلازمېنه سربېره په بېلابېلو ولایتونو کې دغه پېښه په پراخه کچه وغندل شوه، په مرکز کې يې په اړه لوی لاریون لارو کوڅو ته را ووت او د عجيبو غريبو شعارونو په ورکولو سره یې خپل افکار او نظریات له دولت سره شریک کړل.
دا پېښه د ۴۰ کلنې جګړې کومه نوې نمونه او بېلګه نه وه بلکې تر دې وړاندې هم داسې پېښې د هېواد په ګوټ ګوټ کې ترسره شوې چې د اسلاميت او افغانيت په سپينه لمن په شغوري تورګه د تور داغ اېښودلو ایخوا بله کومه موخه نه لري.
پوښتنه دا ده چې دغه خلک چا ووژل؟ ولې یې و وژل؟ ایا هغه پښتانه چې له دې وړاندې په مذهبي او قومي شخړو کې هیڅ ډول ښکېلتيا تر شا نه لري، ځانګړي دودونه، له دښمنو ښځو سره د دغه قوم د برخورد سابقه... تر کومه حده ښکېل دي؟ ایا داعش، طالبان او نورې وسلوالې ډلې په داسې یو عمل سره په لوی لاس ځان منځوي کوي؟ په لاريون کې مرده باد پښتون ها، پښتون ها مردم ضد بشريت... شعارونه د څه لپاره او د چا لخوا؟ ایا مرده باد پشتونها به دغه ستونزه حل او که پراخه کړي؟ دا هغه پوښتنې دي چې پوهېدل ورباندې دومره ګرانه خبره نه ده او هر افغان یې باید تر یو زشت او بېهوده عمل وړاندې له ځان څخه وپوښتي.
دا خلک چې د کور مېرمنې، بې ګنا او معصومه نجلۍ او غریبکار بزګر په کې شامل و، او تر شا یې هیڅ ډول سیاسي، اقتصادي، فرهنګي او فوځي انګېزه هم شامله نه وه نو وژنه يې هم د طالبانو، داعش او نورو وسلوالو ډلو لپاره کومه ګټه نه درلوده او نه يې هم د هغو اقوامو لپاره چې کلونه کلونه يې په څنګ کې د وروڼو په څېر ژوند ورسره کړی کومه ګټه درلوده، بلکې دا د هغو استخباراتي او څارګرو ادارو کار و، چې غواړې اوبه خړې او ماهیان ونیسي او په یو ډول دغه وروڼه اقوام په خپلو کې سره ښکر په ښکر کړي.
د ښمن په دغه شومه موخه کې هغه وخت بریالی شو، چې په زرګونو لاریون کونکو د ښار په واټونو کې د زنده باد او مرده باد نارې اوچتې کړې، د مرده باد پشتونها او پشتونها مردم ضد بشریت است، شعارونو هغه تشویشونه او اندېښنې په حقيقت بدلې کړې چې له خلکو سره د څو لسیزو راپدیخوا وي.
عبدالطیف پدرام دغې کرغېړنې ستونزې ته لا زور وبښلو، له لاریونکونکو څو قدمه مخلکې لاړ او ان په امير عبدالرحمن خان باندې یې د مرده باد نارې اوچتې کړې، او په دې ډول یې غوښتل له دغه لاریون څخه یو دول سیاسي ګټه پورته کړي، د دې لاریون تر شا د سیمي لوبغاړو هم د پام وړ لوبه وکړه، که تر لاریون کونکو یې هڅې ډېرې نه وي نو لږې هم نه وې، څارګرو ادارو غوښتل له دغې لارې په افغانستان کې مېشت قومونه یو د بل سره په جګړه اخته کړي او د دوی په بې اتفاقۍ کې خپلې شومې ګټې تعقيب او تر لاسه کړي.