د ښار جوړونې وزارت د «خواجه رواش د ښار جوړونې پروژه» کې د بودجې له ۱۵ میلیونه ډالره کسر مخ سره دی، چې له امله یې د اپارتمونونو د وېش پروسه ځنډېدلې ده او قسطونه یې هم لوړ کړي دي.
دغه وزارت په پام کې لري چې د بودجې کسر د جبران په موخه د اپارتمانونه لومړی قسط ۵۰ سلنې ته لوړ کړي.
د ښار جوړونې وزارت د لومړۍ پرېکړې له مخې دغه کورونه د ۱۰ سلنه مخکې ورکړي قسط په بدل کې د شلو کلونو لپاره پر مستحقو کسانو وپلورل شول.
دغه راز د وزیرانو شورا په ۱۳۹۳ کال کې پرېکړه وکړه چې د خواجه رواش یا قصبې استوګنیز اپارتمانونه باید د لس سلنه مخکې قسط په بدل کې د شلو کلونو قسط په موده کې دې مستحقو کسانو ته ووېشل شي.
د دې پروژې رغنیزې چارې بشپړې شوې دي او د پلان له مخې سږ کال مالکینو ته یې باید وېشل شوي وای.
د اپارتمانونو مالکین د کورونو د وېش غوښتنه کوي او په پام کې ده چې د کورونو د نه وېشلو او قسطونو د لوړولو په غبرګون کې لاریون هم وکړي.
د یادو اپارتمانونو مالکین وايي چې د ښار جوړونې وزارت باید په ټاکلې موده دوی ته خپل کورونه سپارلی وای، چې تر اوسه دا کار نه دی شوی.
د خواجه رواش د بلاکونو یو مالک چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، همیانۍ ورځپاڼې ته وویل چې د اپارتمانونو د وېش په اړه یې د ښار جوړونې وزارت ته ښکایتونه کړي دي.
ده وویل چې د ښار جوړونې وزارت چارواکو سره په کتنه کې ورته وویل شول چې دغه وزارت د بودجې له ۱۵ میلیونه ډالره کسر سره مخ دی او د دې ستونزې د حل یوه لار دا ده چې د اپارتمانونو مالکین باید پنځوس سلنه قسط تحویل کړي.
خو نوموړی زیاتوي چې دا کار د وضع شوې لایحې او د وزیرانو شورا د پرېکړې خلاف دی، ځکه له دوی سره د شوي قرارداد له مخې لس سلنه پیسې مخکې اخیستل شوې دي او پاتې یې د اوږد مهاله قسط په توګه ورکول کېږي.
هغه زیاته کړه، چې د همدې ستونزې په غبرګون کې د اپارتمانونو مالکین غواړي په کابل کې د ښار جوړونې وزارت پر وړاندې یو اعتراضي لاریون وکړي.
د ښار جوړونې وزارت د عامه اړیکو او خپرونو رییس هادي میران هم مني چې د ښار جوړونې وزارت په دې پروژه کې باقي شوی دی او په براورد کې تېروتنه شوې ده.
خو نوموړي په دې اړه نور ډېر معلومات ور نه کړل.
په دې پروژه کې د فساد له امله څو میاشتې مخکې د ښار جوړونې وزارت شپږ تنه لوړ پوړي چارواکي له دندو لرې او څارنوالۍ ته وپېژندل شول.
ویل کېږي چې دغه کورونه تر ډېره مستحقو کسانو ته نه دي ورکړل شوي او همدارنګه د ساختماني په برخه کې یې هم مالي فساد شوی دی.
د قصبې یا خواجه رواش پروژه د استوګنې په برخه کې د ښار جوړونې وزارت تر ټولو ستره پروژه ګڼل کېږي چې په ۱۳۹۱ کال کې پیل شوه.
د استوګنې دغه کورونه په ۲۰۰۰ جریبه ځمکه کې په ۷۸ بلاکونو کې جوړ شوي دي چې ټولټال ۲۰۱۲ اپارتمانونه لري.
د دې پروژې ټول ارزښت ۱۷۵ میلیونه ډالره ښودل شوی دی چې د متحده عربي اماراتو له خوا د افغانستان دولت ته ورکول شوې دي.