علي لاریجاني: په افغانستان کې امنیت په سیمه کې د امنیت په معنا دی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65434
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-11-15

د ایران د ولسي جرګې مشر وايي په افغانستان کې امنیت په سیمه کې د امنیت په معنا دی. علي لاریجاني د افغانستان د مشرانو جرګې د تقنین کمېسیون له مشر غلام محی الدین منصف سره په کتنه کې ویلي د افغانستان او ایران ترمنځ همکاري په لوړه کچه ده او ایران غواړي له افغانانو سره د ستونزو په حل کې پام وړ مرسته وکړي. په دې کتنه کې محی الدین منصف ویلي چې په افغانستان کې د داعش حضور د اندېښنې وړ او پر وړاندې د مبارزه یې د سیمې د ټولو هېوادونو ګډ مسئولیت دی.