د پاکستان د پوځ مشر جنرال راحل شریف پرون واشنګټن ته تللی چې له امریکايي چارواکو سره پر دوه اړخیزو اړیکو سربېره د افغانستان د حالاتو په اړه خبرې وکړي. دا په یوه کال کې واشنګټن ته د نوموړي دویم سفر دی چې د لومړي وزیر نواز شریف تر سفر یوه میاشت وروسته ترسره کېږي. د پوځ ویاند جنرال عاصم بجوا وايي د افغانستان په اړه خبرې د دې سفر یوه مهمه اجنډا ده.