د انګور اډې سيمې پر سرحدي ځواکونو د پاکستانيو پوځيانو له لوري بريدونه شوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65436
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-11-15

د پکتيکا د ولايتي شورا مرستيال وايي، د دغه ولايت د شکين ولسوالۍ د انګور اډې سيمې پر سرحدي ځواکونو د پاکستانيو پوځيانو له لوري بريدونه شوي دي. د ولايتي شورا مرستيال نعمت الله بابري وايي پرون له غرمې وروسته په شاوخوا دوه بجو د ډيورنډ کرښې په هغې غاړه کې له کرښې له هخوا سیمې پر پاکستانيو ملېشو ميزاييل توغول شوي، چې له امله يې د هغوى ځينو تاسيساتو ته زيان اوښتى دى. ده زياته کړه، د همدې بريد په غبرګون کې، چې د افغانستان له خاورې نه دى پرې شوى، پاکستانيو پوځيانو د شکين ولسوالۍ پر سرحدي پوستو او نږدې کليو بريدونه پيل کړل. د هغه په وينا، په دې جګړه دری افغان سرحدي پوليس ژوبل شوي، چې د يوه روغتيايي حالت نازک دى. بابري وايي، د پاکستان پوځ د مېشتو افغان امنيتي ځواکونو پر پوستو سربېره د خلکو پر کورونو هم د هاوان، راکټ او نورو درنو وسلو مرمۍ توغولي، چې د سيمې خلک يې د کورونو پرېښودو ته اړ کړي دي.