چارواکي وايي حکومت غواړي په کندهار کې د ترنک په نوم د اصلاح شویو تخمونو تصدي بېرته فعاله کړي. د کندهار د کرنې رییس وايي دا تصدي له څو لسیزو راهیسې غیرفعاله ده او د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د القاعدې د جنګیاليو کمپونه په کې و. احمد شاه روشن وايي حکومت د تصدۍ د بېرته فعالولو لپاره هڅې پیل کړې چې د تصدۍ لپاره د ځمکې له ترلاسه کولو وروسته به یې عملي کارونه پیل شي. دی وايي چې د یادې تصدۍ په بیا فعالېدو سره به کندهار او د هېواد یو شمېر نور ولایتونه د اصلاح شویو تخمونو په برخه کې پر ځان بسیا شي او له بهره به د تخمونو واردولو ته اړتیا نه وي.
د کندهار د اصلاح شوو کرنیزو تخمونو د تولید تصدي چې له لسیزو راهیسې غیر فعاله ده، بېرته په نوې بڼه فعالېږي.
د کندهار د ترنک کرنیزم فارم تصدي په ۱۳۴۳ کال کې جوړه شوه چې په خپل وخت کې یې د افغانستان لپاره د اړتیا وړ بېلابېل کرنیز اصلاح شوي تخمونه تولیدول.
د کندهار د کرنې ریاست چارواکي وايي چې دغه تصدي د کورنیو جګړو په پایله کې غیر فعاله شوه.
د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د ترنک فارم تصدۍ په تاسیساتو کې د القاعدې ډلې کمپونه وو چې د سپټمبر د یوولسمې تر پېښې وروسته پر افغانستان د امریکا د پوځي یرغل په پایله کې د دې تصدۍ ځینې تاسیسات بمبار شول.
د کندهار د کرنې او مالدارۍ رییس احمد شاه روشن وايي چې د ترنک تصدۍ د بېرته فعالولو هڅې روانې دي او د تصدۍ لپاره د ځمکې له ترلاسه کولو وروسته به یې عملي کارونه پیل شي.
روشن همیانۍ ورځپاڼې ته وویل، د کندهار د اصلاح شوو تخمونو د تولید تصدۍ ټوله ځمکه ۴۸۰۰ جریبه کېږي چې د دې ځمکې یوه برخه د ولسمشر د فرمان پر بنسټ په کندهار کې د کرنیزو علومو ملي انستیتوت ته ځانګړې شوې ده.
نوموړی وايي اوس هڅې روانې دي چې لومړی د تصدۍ لپاره د ځمکې موضوع حل شي او تر هغه وروسته به یې عملي کار پیل شي.
د کندهار د کرنې او مالدارۍ رییس زیاته کړه چې د همدې ستونزې د حل په موخه تېره اونۍ د ترنک تصدۍ سرپرست کابل ته تللی و او هلته یې د کرنې او مالدارۍ وزیر سره په دې اړه خبرې وکړې.
د روشن د معلوماتو له مخې د کرنې وزیر اسدالله ضمیر لارښوونه کړې چې د کرنې ملي انستیتوت څخه پاتې ځمکه دې د کرنې ریاست د څېړنیز فارم او د اصلاح شویو تخمونو د تصدۍ لپاره ځانګړې شي.
ده وویل چې له ۴۸۰۰ جریبه ځمکې څخه شاوخوا ۲۵۰ جریبه د کرنې ریاست د څېړنیز فارم او نوره به یې د تصدۍ لپاره بېله شي.
احمد شاه روشن وايي چې د ځمکې د موضوع تر معلومېدو وروسته به پرېکړه وشي چې حکومت پر دې تصدۍ پانګونه کوي او که خصوصي سکتور ته یې سپاري.
خو هغه زیاتوي چې د دې تصدۍ د بېرته فعالولو لپاره چمتو والی لري او که فعاله شي د هېواد د اړتیا وړ کرنیزو تخمونو تولید ته به زمینه برابره شي.
د هغه د معلوماتو له مخې پخوا د ترنک تصدۍ په کرنیزو فارمونو کې د افغانستان د اړتیا وړ کرنیز تخمونه لکه د تازه مېوو، سبزیو او نورو ثمر لرونکو ونو بېلابېل ډولونه تولیدېدل.
د کرنې رییس په وینا که دغه تصدي یو ځل بیا فعاله شي، نو ډېر پلانونه یې ورته په پام کې نیولي دي چې د کندهار د کرنې لپاره به ډېر ګټور ثابت شي.
هغه وویل:«د ترنک د تصدۍ فارم پخوا په کندهار کې د غلې د ګودام په نوم مشهور و، ځکه دلته د غلې ۱۰ ګودامونه وو او له دې ځایه به خلکو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېدل.»
دی وايي چې د یادې تصدۍ په بیا فعالېدو سره به کندهار او د هېواد یو شمېر نور ولایتونه د اصلاح شوو تخمونو په برخه کې پر ځان بسیا شي او له بهره به د تخمونو واردولو ته اړتیا نه وي.
د کندهار د ترنک فارم د هوايي ډګر ته څېرمه په کوکران سیمه کې موقعیت لري چې د کندهار د کرنې او مالدارۍ د رییس په وینا په نړیوالو معیارونو جوړ شوی و.