د کندهار په ميرويس حوزوي روغتون کي د کوچنيانو د نوي وارډ د ودانۍ د جوړولو کار پيل سو .
چارواکي وايي چي پر دغه ودانۍ ۷ لکه امريکايي ډالره لګښت راځي چي د سي ار سي لخوا ورکول کيږي .
د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي د ميرويس روغتون د کوچنيانو د نوي وارډ د جوړيدو د افتتاح په مراسيمو کي وويل چي دغه ودانۍ به د لسو مياشتو په جريان کي جوړه سي چي ۵۷ اطاقه او ۱۸۰ بستره به ولري
په عين وخت کي دکندهار د عامي روغتيا ريس ډاکټر عبدالقيوم پخلا د کوچنيانو د درملني لپاره ددغه نوي وارډ جوړيدل يوه مهمه اړتيا وبلل .