په بلجیم کې بیړني حالات ورستۍ کچې ته رسېدلي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65473
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-11-21

د بلجیم په پلازمینه بروکسل کې بیړنی حالت تر ټولولوړې کچې ته ورسید. د دغه هېواد صدراعظم چارلز میشل په پاریس کې د تېرې اونۍ بریدونو ته په اشارې په خپل هېواد کې تر ټولو لوړه سطح امنیتي خبرداری اعلان کړ. میشل وویل، امنیتي چارواکي ویره لري چې بېلابېل کسان له وسلو او چاودېدونکو موادو سره په مختلفو سیمو کې بریدونه ترسره کولی شي. په همدې وخت کې د دغه هېواد په پلازمینه بروکسل کې د امنیتي چارواکو په غوښتنه د میترو یا تر ځمکې لاندې ټرانسپورټي سیسټم بند شوی دی.