ملګرو ملتونو په کندهار کي د دې نړيوال سازمان اويا يمه کليزه ولمانځل او پر مهال يي د افغانستان سره د خپلو دوامداره مرستو ژمنه بيا تازه کړه .
د ملګرو ملتونو د اوسني نړيوال سازمان بنسټ په كال ۱۹۴۵ كي كيښودل سو.
په همدې م کال د اپريل په ۲۵ مه نېټه کې د سان فرانسيسکو په ښار کې د ملګرو ملتونو سازمان د اساسنامې د تصويب لپاره يو کنفرانس جوړ سو، چې د ۵۰ هېوادونو ۱۵۰۰ استازو ، کارپوهانو، د بېلابېلو کمېټو کميسيونونو، کاري ډلو او نورو کارکوونکو په لرلو سره د ۱۹۴۵ ز کال د جون په ۲۶نېټه د ملګرو ملتونو سازمان منشور، چې ۱۹ څپرکي او ۱۱۱ مادې لري تصويب او لاسليک سو. چې د امنيت شورا د پنځو دايمي غړو پخواني شوري اتحاد، امريکا، انګلستان، فرانسې او چين له لاسليک کولو وروسته لازم الاجرا سو.
افغانستان ددغې سازمان غړيتوب په ۱۹۴۶ کال کې ترلاسه کړ اوس مهال په نړۍ کې د اکتوبر ۲۴ مه نېته د ملګرو ملتونو د زيږون د ورځي په نامه ياديږي، چې د افغانستان په شمول نور ټول غړي هېوادونه دغه ورځ لمانځي.
د هيواد د نورو حوزو تر څنګ په کندهار کي هم دا ورځ ولمانلځل سوه .
په سويل کي د ملګرو ملتونو اړوند د سياسي نماينده ګي يا يوناما مشر سايمن هومېز، په خپله وينا کي د دې سازمان پر تاريخچه رڼا واچول ، نوموړي د عامو افغانانو د ژوند مثبت تغير او ټولنيز خدمات وړاندي کول د دې سازمان دنده وبلل .
( ملګري ملتونو په افغانستان او په ځانګړي ډول په کندهار کي د خلکو د ژوند د مثبت تغير دپاره خپل کار کوي ، موږ د خلکو د ښه ژوند دپاره ډير کار کړی دی او نور به هم د عامو افغانانو سره يو . )
نوموړي د نړۍ په کچه دايمي سوله او امنيت د دې سازمان لمړيتوبونه وبلل او زياته يي کړه چي په افغانستان کي هم پر دې چاره جدي کار روان دی .
( د ملګرو ملتونو ځانګړي دنده دا ده چي سوله او امنيت تامين او ددي تر څنګ په ځينو هيوادونو کي ولسواکي رامنځ ته کړي او د جنګ جګړې څخه مخنيوی وکړي ، د بشري حقونو خپلواک کميسيون د دې ټولو څخه څارنه کوي . )
د يوناما سيمه ايز مشر د خلکو سره بشري او کاري مرستي زياتي اړيني وبللې او ژمنه يي وکړه چي په دې برخه کي به خپلو مرستو ته دوام ورکوي .