د پښتو او پښتانه مشرانو پر ضد د دسیسو لړی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65524
مجیب الرحمن اتل
دخبریدو نیټه : 2015-11-28


 

 ځو ورځی مخ کی می په افغانستان کی د ایران د فرهنګی دیپلماسی په هکله د فیسبوک پر پاڼه څه ولیکل چی د فارسی ژبو لوستونکو د سخت غبرګون سره مخامخ شوم. ماته دا خبره عجیبه نه وه، ځکه داسی لیکنی د پښتانه لیکوالانو له خوا ډیری کمی او یا هم هیڅ نه خپریږی. زموږ لیکوالان له تدبیر او مضر احتیاط څخه کار اخلی تر څو د هغوی لیکنی د قامونو تر مینخ د واټن او نفرت سبب نشی، خو په مقابل کی په منظم او سیستماتیک ډول د نفرت او د دسیسو لړی د پښتنو او د هغوی د مشرانو پر ضد د تاجیکو او نورو قامونو د لیکوالانو له خوا روانه ده، دا بی له شکه چی یو لوی تبلیغاتی جنګ دی چی پښتانو په کی تر اوسه ماته خوړلی.

د داسی مضری چپتیا اغیزی څه دي؟
 بی له شکه چی مقابل طرف ځان دومره پرحق ګڼی چی زموږ تاریخی ویاړونه او ارزښتونه ورته جعلی ښکاری او له تاریخی افغانستان څخه انکار او ځان د (ایران د تمدنی حوزی) پرحق بچۍ ګڼي او په هرڅه کی چی د پښتنو او پښتو ژبی اثر وی ځان ورڅخه سوا او بیل ګڼی. د ملی مصطلحاتو څخه نیولی د (افغان) تر کلمی غواړی چی حذف او پښتانه مشران متهم او کمزوري کړي. د پښتنو خاموشي د دوی ادعاوته د حق رنګ ورکوي او د ګستاخۍ ټغر یی نور هم پسی غوړیږی.
دا ټولنیزی رسني دي چی عامه افکاروته جهت ورکوي او په حساسو او مهمو وختونو کي ورڅخه خورا مهمه ګټه اخیستل کیږی. د کندز ولایت د سقوط لامل یواځی د کندز پښتون والی نه وو بلکه هلته هغه جګړه ماران لکه میرعلم، ضابط نورالله، عبدالله ګارد او نور کسان وو چی پښتنو ته یی د تروریست په سترګه کتل او ځورول یی. د ولس نفرت او خپل منځی اختلافاتو د کندز د سقوط لامل شو. خو دا رسني او ناسیونالیسته د پښتنو ضد لیکوالان وو چی له حقیقت څخه یی سترګی پټولی او د کندز په نوم یی د پښتون ولس سخت سپکاوی کاوه، داسی مثالونه خورا زیات دی خو د پښتنو غبرګون څه وو؟ معلومه ده چی ځواب یی (هیڅ) دی.
دوی خپل غل او بیسواده کلکانی حبیب الله چی د مدرن دولت پرمختګ یی د (۹) میاشتو په ترځ کی د (۹۰) کلونو لپاره په شا بوتلو د پاکۍ او شرافت ټوټه بولی او د تلین ورځ یی غواړی پر ټول ملت ولمانځی او د نورو تحمیلی رخصتیو په شان یی غواړی چی ورته په رسمی تقویم کی ځای ورکړی، دا یوه لویه ګستاخی ده. داسی کاذبه قهرمان جوړونه د پردیو یوه مهمه استراتیژی ده چی له بده مرغه د ملت جوړونی پروسه هم د کلونو لپاره په شا بیایی.
بیا هم همدا پردی پاله رسنی او ناسیونالیسته چلونکي یی، د پښتنو خوږ ژبی شاعر او تکړه لیکوال او اکادیمیکه څیره عبدالعفور لیوال په نښه کړی او سلګونه پانی او لیکنی یی پرضد خپروي. د عبدالغفور لیوال د دسیسی په واړندی چی پښتو ژبی ته یی د قدر وړ کارونه کړی، خاموشی لویه جفا ده!

څه باید وکړو؟
 په یوه ویشتمه پیړی کی چی ټولنیزی رسنی د هیواد څلورمه قوه ګڼل کیږی، نو په کار ده چی پښتانه لیکوالان او ژورنالیستان دی هم خپل سکوت او مضره چپتیا ماته کړي او د قلم په زور د حق، خپلی ژبی، قام او مشرانو ملاتړ و کړي. که نه هغه ورځ به را ورسیږی چی د پښتو ژبی غیږدلو حق به هم زموږ واخلی. دا د مبالغی خبره نده او په وار وار مو لیدلي چی ناسیونالیسته سیاسی څیری د تعصب له مخی او په دی بهانه چی پښتو( د دولت رسمی ژبه) باندی نه پوهیږي، د پښتنو ژورنالیستانو پوښتنو ته له ځواب ورکولو څخه هم ډده کړی.

د یوه روښانه قلمی پاڅون په هیله!

 نورنبرګ، آلمان