اسلامي توصیې :
دعلامه ابوالفضل افغاني حفظه الله تعالی له وينا وو :
مسلمانه وروره ! هرڅوک چي له الله پاک اواخرت څخه غفلت کوي اساسي سبب یې دنیا اودولت ډیرَول اوهوسا له مشکلاتوخالي ژوند لاس ته راوړل وي ، دهرفاسق اوشیطان په لمن ددې دپاره لاس نيسي ځان او اولاد ددې دپاره دبیدینانوغلامان جوړوي چي ګوندي عزت به پیداکړي ، خو دا ټول شیان په دې کي ښه وسړي ته په لاس ورځي چي دتقوی او ددین په کړۍ پسي لاس ونیسي ، یو د ملیشې والا وماته راغئ او وېویل : په ملیشه کي یوه غټه چوکۍ ده ، زه درې کاله کېږي کوشش پسي کوم په لاس نه راځي ، ډیري واسطې او پیسې مي هم په کاراچولې دي ،کله چي موږ یو ذکر وروښودی چي دا ذکرسل واره رزومره وایه ، دا نفر ولاړی ، دریمه شپه یې پلار او ورور راوستل اوراته وې ویل : زموږ کار وسو موږ به ټول عمر ستا خادمان یو ، ما ورته وویل : زماخدمت دادی چي هر دملیشې والا ، هر حکومتي کس چي وینې نوداورته وايه چي خانه خرابې ! که آخرت غواړي او که دنیا په همدې دین کي دي ، بل ځای یې مه غواړه !
تاسي ددغو خبرو دتصدیق دپاره دغه لاندي آیاتونه په غور ولولئ !
۱ : وَمَنْ يَتَّقِ اللَّهَ يَجْعَلْ لَهُ مَخْرَجًا، وَيَرْزُقْهُ مِنْ حَيْثُ لا يَحْتَسِبُ .[ الطلاق ].
۲ : وَمَنْ يَتَّقِ اللَّهَ يَجْعَلْ لَهُ مِنْ أَمْرِهِ يُسْرًا . [الطلاق ] .
۳ : أَيَبْتَغُونَ عِندَهُمُ الْعِزَّةَ فَإِنَّ الْعِزَّةَ لِلَّهِ جَمِيعًا . [ البقرة ۱۳۹ ] .
والسلام ومن الله التوفيق .