ولسمشر غني د اسلام په نوم ترهګریزې کړنې یې غندلې دي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65559
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-12-01

ولسمشر اشرف غني وايي اروپا له اسلامي تمدن سره مرسته کړې او د اسلام په نوم ترهګریزې کړنې یې غندلې دي. نوموړي د اېټالیا له لومړي وزیر ماتیو رېنزي سره له کتنې وروسته په روم کې د خبرو پر مهال وویل چې د منتخب مسلمان مشر په توګه د ده او د اسلامي نړۍ د نورو مشرانو مسئولیت دی چې د ریښتیني اسلام په اړه خبرې وکړي. غني ویلي چې ترهګریزې کړنې په هېڅ صورت له اسلام او اسلامي تمدن سره اړیکه نه لري.