هندي رسنۍ وايي چې د دغه هېواد لومړی وزیر نریندارمودي به ژر افغانستان ته راشي او د دواړو هېوادونو حکومتونه د ښاغلي مودي د سفر د دقیقې نېټې په اړه کار کوي. د هند د دکن هیرالډ ورځپاڼې د راپور له مخې افغانستان ته به د صدراعظم مودي سفر د ده د نورو سفرونو خلاف د امنیتي اندېښنو له کبله په جار اعلان نه شي. ښايي د نوي ډیلي حکومت کابل ته د ښاغلي مودي له روانېدو لږ مخکې د هغه سفر رسماً اعلان کړي. صدراعظم مودي به د دغه سفر په ترڅ کې د جنګ ځپلي افغانستان له امنیت او پرمحتګ لپاره د هند پر اوږدمهالې ژمنې ټینګار وکړي. د هند لومړی وزیر به د دغه سفر په لړ کې ښايي په کابل کې د هند په مرسته د افغانستان د ملي شورا نوې جوړه شوې ودانۍ او په هرات کې د هند په مرسته د سلما برېښنا بند هم پرانیزي.