ولسمشر غني ۶ ورځې وروسته پاکستان ته سفر کوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65561
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-12-01

ولسمشر اشرف غني د روانې میاشتې په ۹ مه نېټه پاکستان ته سفر کوي. پاکستاني رسنۍ وايي ولسمشر به د استانبول بهیر د اسیا د زړه هېوادونو په دوه ورځني کنفرانس کې چې په اسلام اباد کې جوړېږي ګډون وکړي. د راپورونو له مخې په دې غونډه کې د ګډون بلنه ولسمشر اشرف غني ته د پاکستان لومړي وزیر په پاریس کې د افغانستان، پاکستان او برېتانیا د مشرانو په دری اړخیزه غونډه کې ورکړل شوې ده. پاکستان په دې غونډه کې د ګډون لپاره د هند د بهرنیو چارو وزیرې ته هم بلنه ورکړې ده