په کندهار کي د پښتو موسيقي دوه سندرغاړي وستايل سوه .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65564
نسيم کندهاری
دخبریدو نیټه : 2015-12-02

د کندهار ولايت مقام او د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د پښتو ژبي دوه نوموتي سندرغاړي وستايل . د پښتو موسيقي استاد ، استاد عبدالرحمن رحماني او اينجينر نجيب شريف هغه دوه کندهاري سندرغاړي دي چي تيره ميآشت د اطلاعاتو او فرهنګ د وزارت له لوري هم وستايل سوه او استاد رحماني ته د استاد لقب هم ورکړل سو . د دواړو په وياړ نن ( چهارشنبه ) مازيګر په ولايت مقام کي غونډه جوړه سوي وه . د کندهار مرستيال والي عبدالعلي شمسي او د اطلاعاتو او فرهنګ رييس پوهيالي حضرت ولي هوتک په خپلو ويناوو کي د موسيقۍ پر ارزښت خبري وکړي او ژمنه يي وکړه چي د کندهار ولايتي اداره به د هنر او پوهني نوميالي په ژوند کي لمانځي . استاد اينجينر شيرشاه رشاد او استاد عبدالرحمن رحماني په خپلو ويناوو کي د کندهاري موسيقۍ پر پياوړتيا ټينګار وکړ ښاغلې رحماني کندهارۍ موسيقي په کمزوري حالت کي وبلل او ژمن سو چي په دې برخه کي به د ژوند تر پايه د دې اصيل هنر د ساتني او پالني دپاره هڅي کوي . په وروستيو کي دواړو سندرغاړو ته ستاين ليکونه هم ورکړل سوه .