د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په ولايتونو کي د رسنيو د څار کميسيونونه جوړوي .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65565

دخبریدو نیټه : 2015-12-03

د هيواد اطلاعاتو او فرهنګ وزير خبر ورکړ ، چي په ولايتونو کي د رسنيو د څار کميسيونونه جوړي وي ؛ څو له دې لاري د رسنيو خپروني د افغاني کلتور له مخي وړاندي او کنټرول سي . عبدالباري جهاني چي د کندهار ، زابل او هلمند ولايتونو د کلتوري هڅو او د تاريخي ځايونو د حالت د ارزوني په موخه نن پنجشنبه کندهار ته راغی ، مازيګر ناوخته يي د اطلاعاتو او فرهنګ په رياست کي اړوندو دولتي ريسانو او کندهاري فرهنګيانو ته وينا وکړه . نوموړي وويل ، چي د افغاني رسنيو له لاري د افغاني دود او کلتور خلاف خپرونو يو لړ ستونزي رامنځ ته کړي او د وزارت د پلان له مخي په هر ولايت کي د اطلاعاتو او فرهنګ د رييس په مشري د رسنيو د څار کميسيونونه جوړوي چي سيمه ايز مشران ، ژورنالستان او فرهنګيان به يي غړيتوب او پوره صلاحيت ولري ، څو له دې لاري رسنۍ کنټرول او د ذهنونو د مخشوشولو مخنيوی وسي . د اطلاعاتو او فرهنګ وزير خلک د فيسبوک سم استعمال او د مطالعې د کلتور د ودې هڅو ته هم وهڅول . د کندهار مرستيال والي عبدالعلي شمسي ، د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رييس پوهيالي حضرت ولي هوتک ، د کندهار فرهنګي مشرانو او د زابل او هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ريسانو د دې ولايتونو د کلتوري يرغل او تاريخي ځايونو پر حالت انديښنه وښودل او وزارت يي متوجه کړ ، څو د دې تر څنګ د دوی د اداري ستونزو حل ته هم توجه وکړې . په وروستيو کي ښاغلي جهاني د ټول هيواد په کچه د تاريخي ځايونو د ترميم ، د فرهنګي او هنري جلسو د جوړولو او په ورته نورو برخو کي د کار ژمني وکړې . د ښاغلي جهاني سره په دې سفر کي د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مطبوعاتي سلاکار او وياند هارون حکيمي او د وزارت يو شمير نور چارواکي هم ملګري دي . کندهار چي د هيواد په کچه ځانګړی تاريخي ارزښت لري تاريخي څايونه يي خاص ترميم ته اړتيا لري او کلتوري او هنري هڅي يي زياته توجه غواړي ،چي په دې برخه کي اوس ښکاره بدلونونه تر سترګو کيږي .