د کندهار مرستيال والي خبر ورکوي ، چي د کندهار ښار د پراختيا دپاره احمدشاهي جاده او مرکزي باس پاس سړک په معياري ډول جوړيږي .
نوموړي د کندهار ښاروال او يو شمير نورو ريسانو په ګډون د دې جادي د پراخولو او سړک د جوړيدو چاري د نژدې ليدلي دي .
احمدشاهي جاده د سردار داوود خان د وخت ښاري نقشه ده او اوس يي عملي کار پيل سوی دی .
د کندهار ولايتي اداره په دې برخه کي د خلکو له همکارۍ هم راضي ده .