په کندهار کي د خرقې مطهرې ودانۍ او د احمدشاه بابا مقبره ترميم او نن د اطلاعاتو او فرهنګ د وزير عبدالباري جهاني له لوري د پټۍ په پرې کولو سره پرانستل سوې .
دا دواړې ودانۍ د شاوخوا يويشت ميليونو افغانۍ په ارزښت او لګښت د اړوند وزارت په خپله بوديجه د تيرو دريو کلنو پر مهال ترميم سوي دي .
ښاغلي جهاني کندهار ته د خپل سفر په دوهمه ورځ ( نن جمعه ) د يآدو تاريخي ځايونو تر څتګ په زاړه ښار کي د نارنج ماڼۍ او ميرويس نيکه مقبره هم له نژدې وليدلې او د هغوی د حالت په اړه يي معلومات تر لاسه کړه .
وزير خبريالانو ته د کندهار د کلتوري او فرهنګي هڅو تر څنګ د دې ولايت د تاريخي ځايونو حالت تر ډيره سم وباله او اړوندو کسانو ته يي لارښوونه وکړه چي د تاريخي ځايونو ساتني او پآکوالي ته جدي توجه وکړي .
نوموړي زياته کړه چي د تاريخي ځايونو د ژغورني دپاره د يونيسکو سره هم خبري کوي او په نژدې راتلونکي کي به د نارنج ماڼۍ پر شاوخوا اغزن سيمي تار را چاپير کړي .
د اطلاعاتو او فرهنګ وزير ته په هره برخه کي د کندهار د اطلاعاتو او کلتور د رييس پوهيالي حضرت ولي هوتک له لوري معلومات ورکول کېده .
ښاغلی جهاني د دې وزارت د مطبوعاتي سلاکار او وياند هارون حکيمي په ملتيا تيره ورځ کندهار ته راغلی دی .
هغه تيره ورځ د کندهار فرهنګيانو او خبريالانو ته د وينا پر مهال ټينګار وکړ ، چي رسنۍ دي په ښه ډول وکارول سي .