په افغانستان کې مېشت امریکایي ځواکونه وایي جنګي ماموریت یې لا هم پای ته نه دی رسېدلی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65570
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-12-04

په افغانستان کې د امریکا مېشت هوايي ځواکونه وايي د دوی جګړیز ماموریت لا هم پای ته نه دی رسېدلی. په بګرام کې د مېشتو هوايي ځواکونو یوه ویاند ویلي د هوايي ځواکونو لپاره په بېلابېلو برخو کې لا هم جګړه ییز ماموریت بدلون نه دی موندلی. لوېدیځو رسنیو ویلي چې په اکټوبر میاشت کې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو هوايي بریدونه په ۱۰ میاشتو کې تر ټولو لوړ حد ته رسېدلي وو. د یوه اټکل له مخې ویل کېږي چې اوس هم د امریکایانو دوې اېف ۱۶ ډوله جنګي جیټ الوتکې ۲۴ ساعته د افغانستان په فضا کې ګرځي او ګڼې نورې په بګرام هوايي ډګر کې بریدونو ته چمتو ولاړې دي.