بهرني ځواکونه اوس هم شپني عملیات کوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65572
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-12-04

د بهرنیو ځواکونو شپنیو عملیاتو د زابل ولایت د شاه جوی ولسوالۍ اوسیدونکي په ټولیزه توګه کډوالۍ ته اړ کړي دي. ددې ولسوالۍ اوسیدونکي وایي هره شپه بهرني ځانګړي ځواکونه چې د ملاعمر په پخواني کور کې مېشت دي، د دوی سیمو ته ورځي او هره شپه عملیات کوي. د شاه جوی اوسیدونکي خبرداری ورکوي که افغان حکومت د دغه عملیاتو مخه ونه نیسي دوی به په ټولیزه توګه له هېواده هجرت ته اړ شي. د شاه جوي ولسوال او د زابل د ولایتي شورا مرستیال هم وایي چې دغه شپني عملیات له دوی او افغان ځواکونو سره له همغږۍ پرته ترسره کېږي.