د وردګو خلکو د هغه پېښې په غبرګون کې چې تیره ورځ ددغه ولایت د سیداباد ولسوالۍ په اوتړیو سیمه کې رامنځ ته شوې، وايي، که هغه پوځیان محاکمه نه شي چې د دوی اولادونه یې وژلي، د دولت پر ضد به وسله را واخلي.
تېره ورځ سهار په یاده سیمه کې د افغان پوځیانو له لوري یوې توغول شوې مرمۍ لس ماشومان ووژل او شپږ نور یې ټپيان کړل؛ خو چارواکو ددغه پېښې د پټولو هڅه کوله او دغه پېښه یې د یوه ماین له امله رامنځ ته شوې بلله، چې ورسته له خپلې خبرې په شا شول.
امنیتي چارواکو په سیداباد او شیخ آباد سیمه کې پلازمېنې ته د اعتراض په ډول د وژل شویو ماشومانو د راوړلو مخه ونیوله او بالاخره یې تر ماښامه په زرني سیمه کې ایسار او بیرته خپلو کورنو ته ولیږل.
د قربانیانو د کورنۍ یوه غړي عبدالحیکم وویل، تر هغو چې د اولادونو قاتلین یې محاکمه شوي نه وي، دوی به هره ورځ د اعتراض په ډول د کابل- کندهار لویه لاره تړي او که غوښتنې یې ونه منل شي، نو مجبور دې وسله را واخلي.
د سرنوشت خبریال ته چې د پېښې سیمې ته ورغلی و، تر شپږ ساعته انتظار ورسته اجازه ورکړل شوه، چې د پېښې قربانیان وګوري. دی او څو نور خبریالان پولیسو پر دې هم ګواښلي وو، چې باید یاده سیمه پریږدي، که نه نو راتلونکی مسوولیت به یې پر خپله غاړه وي.
دی وايي، د سیمې خلکو د هاوان د هغه مرمۍ پاتې شوني هم له ځان سره لرل چې یوازې افغان پوځ یې کاروي.
قهرجنو خلکو غوښتل د لسو ماشومانو جسدونه د ولایت مرکز او بیا پلازمېنې ته ولیږدوي؛ خو په سیداباد ولسوالۍ او بیا شیخ آباد سیمه کې امنیتي ځواکونو د هغوی د لیږد مخه ونیوله او هغوی یې په ویشتل کیدو وګواښل.
په دغه پېښه کې د یوه قرباني پلار خان محمد د سرنوشت خبریال ته وویل، چې ماشومان یې سهار جومات ته د درس لپاره تللي وو، چې د راوتلو پر مهال پرې د پوځ یوې پوستې یوه مرمۍ وویشتله او له خپلو شپږو نورو ملګرو سره یې شهیدان کړل.
د وردګو والي حیات الله حیات په زرني سیمه چیرته چې وژل شوي ماشومان ایسار شوي وو، ماذیګر مهال خبریالانو ته وویل، چې دوی یو ولسي او دولتي ګډ پلاوی ټاکلی او ددغه پېښې عاملینو ته به خپله سزا ورکړي.
ده وویل، په دې اړه به ډیر ژر څیړنې بشپړي شي او په علني ډول به یې له خلکو سره شریکې کړي.
په ولسي جرګه کې د وردګو استازي عبدالله کلمیزي وویل، د پوځیانو دغه جنایت د توجیه کیدو وړ نه دی او په راتلونکي کې یې باید مخه ونیول شي.
ده وویل، دا په وردګو کې د ملکي وګړو د وژل کیدو لومړی او ورستۍ پېښه نه ده، خو که داسې پېښه تکرار شي د ولس له سخت غبرګون سره به مخ شي.
د پېښې په ځای کې د کندهار د خلکو استازي عبدالرحیم ایوبي وویل، افغان حکومت اوس د خپلو خلکو د ساتلو پر ځای خپل خلک وژني.
ده وویل: (( دغه کمزوری حکومت باید حس کړي، چې دوی نن خپل ولس وژلی، دا پېښې په هره سیمه او ځای کې هره ورځ تکراریږي چې باید مخه یې ونیول شي.))
د وژل شویو کسانو کورنیو له ولایتي چارواکو او نورو مسوولینو وغوښتل چې د دغه پېښې عاملینو ته سخته سزا ورکړي.