پوښتونکئ : عبدالکریم
سوال :
دنبي علیه الصلوة والسلام دحوض کوثرمبارک اول واردین اوشاربین ( یعني چي دده وحوض ته به دقیامت په ورځ راځي او اوبه به ورڅخه چشي ) به څوک وي ؟
جواب: په حدیثو کي اول چښونکي له حوض کوثرڅخه دوه قسمه خلګ راغلي دي :
اول : دمهاجرینو فقیران ، داد ثوبان رضی الله تعالی عنه په حدیث کي ( چي ترمذي رحمه الله تعالی یې روایت کړی ) راغلي دي .
دوهم دیمن خلګ ، چي داهم دثوبان رضی الله تعالی عنه په حدیث کي ( چي امام مسلم رحمه الله تعالی یې روایت کړیدی ) راغلي دي .
والله تعالی اعلم وعلمه اتم واحکم .
والسلام ومن الله التوفيق .