افغان سیاسي مشران او ځوانان د هیواد مالي او تعمیراتي کاذیبي رغونې ته تلوسه لري،خو دا فکر نه کوي چې افغانستان یو وخت کې پیاوړی اقتصاد او د نړۍ له هیوادونو سره سیال پرمختیایې ګراف درلود،دنړۍ له سیالو هیوادونو څخه یادېدو،اما ولي دا هرڅه له منځه ولاړو؟ولي افغانستان د نړۍ تر ټولو فقیر،بیچاره،مفسد،د مخدره توکو په کر کیلي کې لومړۍ هیواد شو؟ بد بختانه دا هغه څه دي چې زموږ مشرانو او ځوانانو په غور سره ورباندي فکر ندی کړئ.
زموږ سیاسي مشران او ګوندي سیاستوال لا هم کوشش کوي چې د قوم،سمت او مذهب له لاري د هیوادوالو احساسات را وپاروي او د خپلي ډلې،ټپلي سیاسي ځواک په کاذبه توګه پیاوړی کړي،او همدا دلیل دی چې سیاسي ثبات او فکري استقرار نلرو.
هیڅ ګوند داسي یوه ممده طرحه نلري چې د سیاسي قوې اقتدار یې استمرار ولري،بلکي مقطه یې سیاستونه غوره کوي او ټول رهبران د خپل ژوند په اوږدو کې د زعامت لېوني دي.
که زر ځله د هیواد اقتصاد،زراعت،ټولنیز ژوند او سیاسي اقتدار د پردیو په مرسته پیاوړی شي،قائیم او مداوم به نه وي،تر هغه چې د هیواد سیاسي مشران او ځوانان د دې فکر ونکړي چې دا مو مشترک کور دی،دلته هیڅ راز انفرادي ګټې او خوشحالۍ له ټولیزو ګټو پرته بقا نه لري.
هر څه چې کوو باید د ټول هیواد او ټولو افغانانو لپاره یې وکړو،هغه څه چې ما ډېر ځوروي دا دي چې زموږ هیوادوال په دې ناوړه او ځورونکو شرایطو کې ژبني او قومي تعصبات پالي،په داسي حال کې چې دوی د شخړې لپاره هیڅ هم نلري، دهیواد فرهنګ،اقتصاد،ځمکنۍ بشپړتیا،سیاسي واک...تر یرغل لاندي دی، او دوی د دې پر ځای چې لومړی له پردیو څخه د خپلو ارزښتونو د ساتلو همت پر ځان کې پیدا کړي په خپل منځ کې په بد بختیو اخته دي.
سیاسي مشران مو د خپلو مؤقتي ګټو د ساتلو او لاسته راوړلو لپاره له هر زهر جن او بد مرغه روش څخه کار اخلي، دراتلونکي فکر ورسره نشته،له بده مرغه ځوانان مو په داسي شرایطو کې رالوی شوي چې له توکمپالنې پرته د ژوند او پرمختګ هیله ورته نیمګړې ښکاري.
ټول ځوانان او تحصیل کړي هیوادوال باید په یو اواز،پرته لدې چې وګوري توکمپالونکی،قوم پرست او متعصب سیاسي رهبر په کوم قوم او سمت پوري اړه لري رسوا کړي،او د خپل وس او توان په اندازه د ځوان فکر په را ویښه ولو کې کار وکړي،
د افغانستان د نجات یواځنۍ لاره همدا ده،چې د راتلونکي نسل ذهنونه روښانه کړو او پر دې یې و پوهه وو چې زموږ هیواد د نورو هیوادونو په څېر مالي منابع،طبعي زېرمي،زراعتي سیمي...لري،خو هغه څه چې نور هیوادونه یې سعادت او خوشبختۍ ته رسولي سالم فکر،ملي احساس او هیوادنۍ مینه ده چې بد بختانه زموږ په سیاسي قشر کې کمزورې ده او زموږ د بدبختۍ سبب ګرزیدلې.