په عمومي توګه په هيوادنۍ کچه د ولسمشر لخوا د ښې حکومتولۍ لپاره بنسټيزو کارونو او دوديزو اخلاقي ارزښتونو ته تر هر څه وړاندې لومړيتوب ورکول، ټينګښت راولي او هېواد مخ په لوړه ګامزن کوي چې بيا يې ستاينه هم کيږي او لوري بدلوي.
په تيره بيا زمونږ هيواد کې د ولسمشرانو لخوا د ملي، افغاني او وطنپالي روحيې سره د هيواد د اقتصادي پياوړتيا، سياسي تدبُر، کلتوري ټينګښت، امنيتي ځواکمنتيا او ټولنيزې ښکلا لپاره له لسيزو کړاوونو وروسته په غوڅه توګه ليدلوری اړول دي.
دا چې ولې له بدلونونو وروسته دادی ۱۴ کلونه وروسته بيا هم بې ثباته يو، يواځينی لامل د کرزي ۱۴ کلنه ملکي وه چې نه په دې وتوانيده تر څو د هېواد د رغونې ليدلوري وپيژني او نه يې د هيواد ثبات لپاره بنسټونو تعين کړای شول.
په دومره زرين وخت کې چې په ميلياردونو ډالر د کرزي د واکمنۍ تر وروستۍ ورځې را روان ول، حامد کرزی د بنسټونو په کمزوري کولو، بې ځايه مصلحتونو، نمايشي حرکتونو او د بې اعتمادۍ په خپرولو بوخت وو او ترې دومره ستونزې او ګډوډۍ په ميراث پاتې شوې د غني لخوا يې د هرې يوې سمول بوږنوونکې جراحي غواړي.
د مشرانو ترور، د پښتنو لاپاشل، د مافيايي ښامارانو راټولول او ډاډ ورکول، هيوادوني عوايد په شخصي جيبونو منډل او پرې په لوی لاس سترګې پټول، په ارګ کې د ګاونډيو د جاسوسانو ځای پر ځای کول، په ټولټاکنو کې بربنډې ستونزې زيږول، او بلآخره وخت نه مخکې د راتلونکي ولسمشر او ولس تر منځ فاصله ايجادول او دغه ناوړه سياست لاغزول، د نوموړي رښتينی دريځ وو او دی چې ټولټال د ملت جوړونې بنسټونه نړوي او د راتلونکې لپاره ملي باور هم له منځه وړي.
تل کوښښ وکړې چې له سياسي لوبو، دسيسو، د نړيوالو له غوښتنو، د ګاونډيانو له اهدافو او بالآخره د هېوادجوړونې له لومړيتوبونو باخبره اوسئ او په دې هم ډاډه اوسې چې غني مو افغانستان غني کوي او دا ډاډ د نوموړي لخوا د هيواد او ملت جوړونې په بسټيزو کړنو لکه: سياسي بصيرت، د اقتصادي بنسټونو رغونه او پياوړتيا، مثمريت، د عمل چټکتيا، بې پري والي، روڼ والي، له ارګ څخه د تورو پيسو درول، نمایشي حرکتونو ته د پاي ټکي کيښودل، د سولې په موخه د اساسي ګامونو په اخيستلو او اغيزمنې د فشار نکتې راپيدا کول، له ګاونډيو او په ځانګړې توګه له پاکستان سره روښانه سياست پرمخ بيولو ته له ځيرتيا وروسته تر لاسه کړئ.
او پرمخ به لاښه هغه مهال ودرومي چې د همدې ډاډ، سياسي عقلانيت، منطق، ريښتينولي، لرليد او هېوادپالنې پر اساس ملي باور رامنځته شي او پر بنسټونو بنسټيز کارونه وشي
په درنښت