شونې ده افغانستان لومړنی هیواد وي چې په سي ډي به يي نظام ړنګ شي، شونې ده حاجي سي ډي( ظاهر قدير) به لومړنی جهان پناه وکيل وي چې په سي ډي کې يي د نظام د سقوط راز را نغښتی دی، شونې ده د سي ډي په دنيا کې به له ظاهر قدير سره لومړنۍ جادويي سي ډي خلک هک پک کړي او شونې ده افغانستان لومړنی هیواد وي چې د خلک به يي د جنت د خيالي ټکټونو او اويا حورو د خيالي خوب په خاطر د ځان وژنې تر څنګ يوې جاوديي سي ډي ته هم انتظار کوي، خو نه به د خيالي ټکټ لرونکي رانه جنت په سترګو و ويني او نه به هم د حاجي سي ډي په سي ډي کې دومره زور پيدا شي چې ړنګول خو څه کوې بلکه يوازې خلک څو شيبې بوخت وساتي.
ماته پر ځان او حاجي سي ډي نه بلکه ددې وطن پر حالت ژړا راځي،په نوره نړۍ کې هر سړی چې خبره کوي نو مسولانه،موجه، د خپل وطن ملي ګټو ته په کتو سره يي کوي، خو په افغانستان کې ان هغه چې ځان د ملي شورا غړی، د خلکو د ناموس او يا د دوی په خبره د سر ساتونکی بولي يوازې عقده مندانه خبرې کوي، د دوی خبرې دومره بې مسولیته دي چې ټول زور يي ايله په دې ورسيږي چې جيب ته لاس کړي د نازيه اقبال يا کومې بلې سندر غاړې سي ډي را وباسي او بیا خبرداري ورکوي چې که مې دا سي ډي رسنيزه کړه نظام به سقوط وکړي خو که دی رښتيا سي ډي لري نو په خپل زرهي موټر کې دې واوري او خوند دې ترې واخلي.
نظام که سقوط کولی له تیرو ۱۴ کلونو را هيسې به زرګونو ځانمرګو بریدونو، په کوټه، پيښور، وزیرستان، کراچۍ او راولپنډۍ کې نيول کيدونکو تصامیمو به ړنګ کړی وی، که وطن ورانيدای په قم کې ایرانپالو او شرخوښو پردیو ته کارکونکو به وران کړی وی، که د وطن ورانيدل يا ټوټه کيدل آسانه وی نو چنګيز به ټوټه کړی وی، انګريز به ويشلی وی او روس به ترې هديره جوړه کړې وی، که وطن ورانيدای نو پرون چې د حاجي سي ډي پلار له شمال ټلوالې سره يو ځای کابل ته راکټونو اړم کړي و، اتيا زره کابلیان يي و وژل، پوځ يي تباه کړ، الوتکې يي پر پاکستان خرڅې کړې او په پای کې يي د همدې شمالي ټلوالې په غيږ کې سر کيښود نن به ددې وطن نښان هم نه وی پاتی کيدای شي خبرې مې لږې ترخې يا په ځينو بدې ولګيږي خو د وطن په مقابل کې د هر بې مسولیته سړي مخنیوی په دې کيدای شي چې تير کړه يي مخې ته ورته کيدې او پوی يي کړې چې لالا تا کړي څه دي چې اوس داسې وايي.
وطنونه او پکې ميشت ملتونه خيال نه بلکه واقعیت دی، هر سړی چې په يو هیواد کې چې منل شوې جغرافيه، اصول، مقررات، ولس،سرښندونکي او قرباني ورکونکي لري، څلور نيم لکه بچي يي وسله په لاس هره شيبه ځان د مرګ کندې ته غورځوي، يو نيم ميليون شهيدان يي ورکړي وي،روس، انګريز او چنګيز يي پر ګونډو کړی وي نو د هغه وطن د نظام سقوط په سي ډي نه په اټوم بم هم نه شي کيدای که يي نه منی اوس به مو د هغو وضعيت چې دلته يي اور بلاوو لیدلی وي، پاکستان اټوم بم لري خو تر اوسه هم دې ته وارخطا دی که افغانستان ثبات ولري نو د دوی خیر نشته دی، زه ډاډه يم ظاهر قدير چې هرڅه وايي يا سي ډي په جيب کې ګرځوي دا ده خبرې نه بلکه د هغه خبرې دي چې ده ته يي مشوره ورکړې،په دې وطن کې ريښتونولي، موجه او کره خبره معيار نه ده دا وطن همداسې ډنډورو خراب کړی دی، په پنجاب کې ناست ملا دغه آخند د جنت ډنډورې غږوي، خيالي د جنت ټکټونه ويشي، ځوانان ځان وژنو ته هڅوي، کوز پښتون په بر او بر پښتون په کوز وژني، دوی له همدې روزي ګټي.
ددې خبرې په اړه يوه ټوکه را ياده شوه:« وايي يو وخت کوم سپين ږیری سړی پيريانو اړولی و، زامنو يي کوم وتلي ملا ته ور وستلی و څو يي پلار ته دم دعا وکړي چې ښه شي، وايي پلار چې د ملا کور ته ورسيد نو يي په انګريزي شروع وکړه زامن يي هک پک شول چې زموږ د پلار خو لمونځ سم نه وو زده دا انګلیسي يي له کومه زده کړه، نو ملا ورته ويلي و چې بچيانو مه وارخطا کيږی خولو ستاسو د پلار ده خو انګریزي پرې پيریان وايي، وايي په دې وخت کې ملا د سپين ږيري زامنو ته ويلي و چې پلار مو لږ ټينګ کړی سره چې زه ترې پيریان وباسم، چې زامنو سپين ږیري پلار ته زور ورکړی و نو يي تيز اچولی و، دلته نو زامنو يو بل ته رټ رټ کتلي و چې دا اوس څه بې شرم کار وشو، يو زوی يي چې لږ هوښيار وو ددې لپاره چې خپل وروڼه ډاډه کړي نو دستي يي ويلي و: ای ولې رډ رډ ګورۍ کونه زموږ د ابا وه خو تيز پيريانو واچاوو.»
اوس اوس چې د حاجي سي ډي صیب نيمګړې او په دریم هیواد کې کمپوز شوې وطن ضدې سي ډي ګورم نو باوري يم چې کونه به د حاجي سي ډي وي خو تيز به ترې بل واچوي ډير دلته داسې فکر کوي چې هندوستان د افغانستان دوست او پاکستان د افغانستان دښمن دی،زه يي ورسره نه منم ځکه چې هند او پاکستان دواړه د افغانستان هغه دښمنان دي چې خپل ښارونه يي خوندي کړي خو زړونه پر يو بل په افغانستان کې تشوي، هندوستان سافټ پاور هیواد دی نورو ته يي خیر نه رسيږي، د پښتون په تباهي کې يي ستر لاس دی، دلته نښته د ځان په خیر بولي نو ځکه خو يي حاجي سي ډي غوندې ځينې پيدا کړي دي چې دلته شرارت وکړي او بیا له دې لارې لږ تر لږه خپلې سيمې خوندې کړي، زموږ سرتيري چې نن قرباني ورکوي راځۍ نړۍ ته دا و وايو چې دوی د ټولې دنيا د ثبات په خاطر قرباني ورکوي، د سي ډي کښته پورته کول، د خپل نظام پر ضد رواني جګړه خو دلته ورکول کيدونکو قربانيو ته سپکاوی دی.
زه باوري يم چې د حاجي سي ډي له کونې د وتونکي تيز بوی به وطن په سر واخلي خو راځئ تر اچولو مخکې يي مخه ونيسو، سياسي قبضیت يي باید مات شي او له بوسو وچ سر يي باید ور خلاص شي، د امنيت شورا پر کړنو نيوکې يا يي په رسنیو کې له مستند دليل پرته نقد د وطن پر ارزښتونو ملنډي دي، موږ چې هره خبره کوو ددې ټولو خبرو لامل د تیرو کړنې دي که موږ په تیرو ۱۴ کلونو کې د ملي امنيت شورا پر دندو او صلاحيتونو کره خبر وی نن به مو داسې سي ډي ګانې کښته پورته نه کولی. خو کاش موږ په وطني ارزښتونو او مسولیتونو پوهیدای.
۱۴ کاله افغانستان د کرزي د ناسمو سياستونو له امله د پاکستان او هندوستان د نبابتي جګړې ډګر وو او لا هم دی، تاسو ورشی چې په اچين کې پښتانه څوک شهيدان کوي؟ ما خو چې ليدلي زما کوزني وروڼه د چل او فريب له امله بره را لیږل شوي دي او لکه حاجي سي ډي غوندې په خيالي ټکټونو يا پيسو غولول شوي دي او بره خپل وروڼه شهيدان کوي، کرزي ډير کوښښ کاوو چې پاکستان د هندوستان د نفوذ په شتون کې قانع کړي خو موږ ولیدل چې پاکستان قانع نشو خو زموږ وطن تباه شو او دا هغه نيمګړی سياست وو چې ځينې يي اوس هم دوام غواړي خو کله چې هندوستان پوی شو چې دلته کيسه بل لوري ته ځي لومړی وار وو د څلورو الوتکو د مرستې غږ يي وکړ، دلته چې روسيي ځان ته ګواښ ولید لومړی وار قانع شوه چې په سر او مال د افغانستان سره مرسته کوي، سياست او په سيمه کې د مضرو کړيو په منځ کې ژوند همداسې منطقي سياست ته اړتيا لري، له کله چې نوی حکومت راغلی دی تر ټولو ستره او تاريخي لاسته راوړنه يي له پاکستان سره تر مخامخ خبرو وروسته د کرزي په وخت کې د مړ ملاعمر د مرګ د خبر تاييد، د طالبانو تر منځ خپل منځي ستونزې ډيريد، معقول او ريښتونی سياست او په پای کې لږ تر لږه په وطن کې د يو ريښتوني ملي سياست پيل وو، منو ستونزې به وي، بې کفايتۍ به وي، خپل سرې ګمارنې به شوي وي، خو دومره نه لکه د کرزي په وخت کې وې، د کرزي په وخت کې خپل سري دومره اوج ته رسيدلې وه چې له کوټې دوکاندار راغی څو لکه ډالر يي يو وړل او وروسته افشا شو چې سړی طالب نه بلکه دوکاندار وو، د کرزي په وخت کې خپل سري دومره وه چې څو تنو وتلو څيرو د بې کفايتۍ له امله د خيالي ژمنو له امله يا سرونه وخوړل يا عيبي شول.
زه خپه په دې یم چې موږ دومره کمزوری منطق لرو چې په يوه جعلي سي ډي باندې د وطن د ړنګيدو خوبونه وينو، خو کله مو فکر نه دی کړی چې په دې وطن کې د ولس تر څنګ ددې ولس بچيان په افغان ملي ځواکونو کې هره ورځ په مينه، وياړ او پوره عزت سره څنګه د وطن، نظام، اساسي قانون او خپل هیواد د ساتنې په خاطر قرباني ورکوي، آيا حاجي سي ډي کله د کونړ، پکتیا، خوست، پکتيکا او ګوشتې سرحدي پوستې ته ورغلی دی او هلته يي د سرتیرو مورال کتلی دی چې دوی په کومه انګیزه هلته څه ډول شپې سبا کوي؟
د سي ډي ګروپ منطق يوازې او يوازې په شخصي عقدو ولاړ دی، له ده سره د خوست، کندهار او يو څو نورو ولايتونو د وکيلانو ګډ اتحاد د دوی د شخصي موخو په خاطر دی زه دوی ټول ډير ښه پيژنم زه ددوی له فکري ثبات، علم، پوهې او وړتيا ډير ښه خبر یم، زه پوهيږم چې په دوی کې څومره وزن شته، زه پوره خبر یم چې دوی څه ويل، څه کول او څه لاسته راوړل غواړي.
خو هیله مې داده چې دوی دې دا د نورو جوړې شوې سي ډي ګانې په خپل جيب کې واچوي او له دې ډول سي ډي ډوله او بې مسولیته منطق څخه په تیريدو سره دې تر رسنیزو ناندریو مخامخ د امنيت شورا ته ورشي ستونزې او سي ډي ګانې دې هلته ورته کيږدي، د هر هیواد لپاره محرم رازونه باید محرم وي که دوی په محرمیت پوهيږي نو لږ دې سر په خپل ګريوان کې ټيټ کړي بیا دې وو وايي چې دوی څه وايي زه خو ترې د الله په دې مبارک قول پناه غواړم چې فرمايي:« ومن شرالنفاسات فی العقد.... الایه.
وما علینا الی البلاغ