د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې متحده عربي اماراتو منلې چې که د افغانانو په پاسپورټونو کې د پلار نوم ولیکل شي دوی وېزې پرې ورکوي. د افغانستان په نویو الیکترونیک پاسپورټونو کې د پخوانیو خلاف د پلار نوم نه لیکل کېږي او یوازې د پاسپورټ لرونکي نوم او د کورنۍ نوم لیکل کېږي. متحده عربي اماراتو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ته ویلي چې د افغانستان د پاسپورټ دفتر یا د بهرنیو چارو وزارت دې د هغو افغانانو، چې د متحده عربي اماراتو د وېزې غوښتونکي دي، په پاسپورټ کې د پلار نوم درج کړي. د بهرنیو چارو وزارت وايي چې له راتلونکې اوونۍ څخه به په الیکترونیک پاسپورټونو کې د پلار نوم زیات کړي. حاضردمه د پلار نوم په اصلي اسنادو یا د اشخاصو د هویت په فورمه کې لیکل کېږي.