د میدان وردګو د سید اباد د پېښې په تړاو پنځه سرتېري نیول شوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65597
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-12-06

د میدان وردګو د سید اباد د پېښې په تړاو پنځه سرتېري نیول شوي او اعتراف یې کړی چې په مخابره کې ورته امر شوی چې ځنګل باندې برید وکړي، خو د دوی هدف خطا شوی او پر جومات لګیدلی دی. دغه پنځه کسان اوس تر پوښتنو لاندې دي او خلک ورته د سختې سزا غوښتنه کوي. په ولسي جرګه کې د میدان وردګ د خلکو استازی شیرولي وردګ وایي، دغه قضیه دې جدي ونیول شي چې بیا یې تکرار رامنځ ته نه شي.د وردګو اسیدونکي وايي، دغو کسانو او ځینو له وړاندې هم په ورته جنایتونه لاس پورې کړی، او والي یې هم تاییدوي. په مشرانو جرګه کې هم دغه پېښه په کلکو ټکو وغندل شوه. لوی درستیز قدم شاه شهیم وايي، مجرمینو ته به د قانون په چوکاټ کې سزا ورکړي. له بل لورې ارګ، ملي دفاع وزارت، ملي شورا، او د میدانو وردګ مقام هم د دغو پېښې د لا سپیناوي لپاره بېل بېل پلاوي ټاکلي او تر اوسه یې یوه هیت هم خپله ورستۍ پریکړې جزیات نه دي خپاره کړي